د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل تر راتګ وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره پر سولې، امنیت، سوداګرۍ او ټرانزيټ خبرې کړې دي.

دغه پاکستاني پلاوي د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت سلاکار تر څنګ، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د پاکستان لپاره د ولسمشر محمداشرف غني له ځانګړي استازي عمر داوودزي سره هم کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب سلام‌وطندار ته ویلي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لېدلي او دواړو لورو پر سیاسي، امنیتي او پراختیایي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، په دې ليدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې وروستیو بدلونونو او د افغان سولې ملاتړ په برخه کې د سيمې اجماع پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

د پاکساني چارواکو له سفر سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی هم کابل ته سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې د سولې بهیر پر څرنګوالي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پر رامنځته کېدونکي وضعیت خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني ځواکونه نن د کندهار په سپین بولدک کې د اغزن تار پر غځولو جګړه کړې او وروسته بیا د سپین‌ بولدک‌-‌چمن لویه لاره هم تړل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام