Asset 1SWN

اووه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي

کډوال

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د ډسمبر په اتلسمه یا د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې اوس په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو بېلابېلو هېوادونو کې اووه میلیونه افغانان کډوال دي. هغه له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د په زوره را اېستلو لړۍ ودروي. «اووه میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې کډوال دي او هېوادونه باید د کډوالو په زوره اېستلو لړۍ ودروي.»

په ورته وخت کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اقلیمي بدلونونه، اقتصادي ستونزې او د تېرو څو لسیزو جګړې د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه بولي. هغه له خصوصي سکټور څخه وغوښتل چې له ګاوندیو هېوادونو بېرته راستنو شویو افغانانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د بېرته راګرځول شویو افغانانو د ستونزو حل لپاره د جوړ شوي کمېسیون مشري هم کوي وویل، تر اوسه څه باندې ۵۸ زره کورنۍ ثبت کړي او په خبره یې، هڅه کوي چې له پاکستان څخه بېرته را ګرځول شویو افغانانو ته کار پیدا کړي. هغه ټینګار وکړ چې یادو کسانو ته به د هغوی په خپلو ولایتونو کې یوه نومره ځمکه هم ورکړل شي.

بله‌خوا په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د خپل ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، بې‌وزلي، وزګارتیا او امنیتي ستونزې لامل شوي چې دوی افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

په ترکیه کې یو افغان کډوال نوراحمد یورتداش چې د امنیتي ستونزو له کبله یې لس کاله وړاندې یاد هېواد ته تللی وايي، په ترکیه کې د کډوالو شمېر زیات شوی او ترکان توپیري چلن ورسره کوي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهدخان شینواری هم وايي چې په دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او په زوره اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. هغه زیاتوي: «افغانان هېواد کې د بدلون له کبله پاکستان ته راغلي؛ د کډوالو ملاتړي بنسټونه یې په اړه بې‌غوري کوي، پولیس یې نیسي او په زوره یې وباسي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پروانه بیا په ایران کې کډواله ده. هغه هم ټینګار کوي چې د کورنۍ د سرپرست وزګارتیا له کبله ایران ته کډوال شوي دي. هغه وېره لري چې ایراني پولیس یې ونه نیسي او په زوره یې له دغه هېواده ونه باسي. «هغو کډوالو چې په ایران کې سندونه هم لرل، ورته ویې شکول او په زوره یې وباسي. موږ اندېښمن یوو چې کله به له ایران څخه اېستل کېږو.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو په وینا، په هېواد کې هم درې میلیونه کسان بې‌ځایه شوي او تر اسمان لاندې ژوند کوي. د دوی په وینا، د دغو درې میلیونه کسانو له ډلې شاوخوا یو میلیون او ۳۵۰ زره یې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام