د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په لاهور کې یوه څېړنیز بنسټ ته د وینا پرمهال ویلي چې لوېدیځو رسنیو د افغانستان په قضیه کې په تېرو ۱۵کلونو کې د پاکستان د بدنامۍ هڅې کړې دي. نوموړي پر دغو رسنیو د دوه مخې لوبې مخته وړلو تور پورې کړ او په وینا یې، د پاکستان شهرت ته یې زیان رسولی دی.

د عمران خان په وینا، د امریکا په مشري اېتلاف کې هېڅ یوه هېواد دومره د سر او مال زیانونه نه دي لېدلي، لکه څومره چې پاکستان ته اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو ځینې شنونکي بیا وایي چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره تل له لوېدیځو هېوادونو سره دوګونی چلن او سیاست کړی دی. دوی پاکستان تورنوي چې افغانان یی هم له بد مرغیو سره مخ کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی وايي، نړۍ د افغانستان په قضیه کې د پاکستان په دوګوني چلن پوهېدلې او اوس پاکستان هڅه کوي، په دې ډول څرګندونو ځان سپین وښايي.

په ورته مهال د چارو بل شنونکی میربت خان منګل هم په دی باور دی چې پاکستان د افغانستان په قضیه کې خپلې ګټې لټوي. نوموړی وایي، پاکستان په خپل دوه مخي چلن ټولې نړۍ ته زیان رسولی او اوس غواړي په یادو څرګندونو سره، ځان له خړ لیست څخه وباسي او په دې هېواد درول شوې مرستې بېرته ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي چې پاکستان تل دوه مخی پاتې شوی او تل یې خپل ولس ته ګټه راوړې او هم د لوېدیځو استخباراتي لوبه پرمخ وړې چې له امله یې اوس افغانستان داسې یوه حالت ته راورسېد.

تر دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالډ ټرامپ په ګډون د دې هېواد او نورو هېوادونو یوشمېر چارواکو د افغانستان په مسئله کې د پاکستان په دوه مخي سیاست تورنه پورې کړي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې ځینو نړیوالو چارواکو په افغانستان کې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو د ماتې یو لامل هم د پاکستان دوه مخی سیاست بللی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام