اسلامي امارت: د افغانۍ ارزښت به ډېر ژر لوړ شي

د بهرنیو اثارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدو په  لړ کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، یو لړ اقدامات یې ترلاس لاندې نیولي چې ورسره به د افغانیو ارزښت بېرته لوړ شي. په وروستیو څو ورځو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ډراماتیکه توګه راولوېده چې له امله یې په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوې.

شنونکي: پاکستان د افغانستان په قضیه کې خپلې ګټې لټوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په لاهور کې یوه څېړنیز بنسټ ته د وینا پرمهال ویلي چې لوېدیځو رسنیو د افغانستان په قضیه کې په تېرو ۱۵کلونو کې د پاکستان د بدنامۍ هڅې کړې. نوموړي پر دغو رسنیو د دوه مخې لوبې مخته وړلو تور پورې کړ او په وینا یې، د پاکستان شهرت ته یې زیان رسولی دی.

د ازبکستان او افغانستان د اړیکو راتلونکې؛ بشر‌دوستانه مرستې دوام لري

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره په نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا، ټيکاو، د سوله‌ییز  او ښه ژوند د  تضمین لپاره یو لړ هڅې روانې وې چې ازبکستان هم د افغانستان د یوه نږدې ګاونډي او په دغه هېواد کې د تل‌پاتي ثبات غوښتونکي هېواد په توګه هڅه کړې چې د ګډو فرهنګي او ښو اړیکو پر بنسټ خپله ونډه ادا کړي. په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسته دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ ازبکستان هڅه کوي چې د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

پنتاګون: د کابل وروستي هوایي برید له امله پوځیانو ته سزا نه ورکول کېږي

نیویارک ټیمز بیګا د امریکا د دفاع وزارت/ پنټاګون د یو چارواکي له قوله لیکلي چې په کابل کې پر یو کور د هوایي برید له امله هېڅ امریکایي پوځي ته سزا نه ورکول کېږي. دغه امریکایي چارواکی ویلي د دغه هېواد د دفاع وزیر لوید استین د دوو امریکایي قومندانانو له توصیه وروسته دا پرېکړه کړې ده.

د متقي څرګندونو ته د امریکا غبرګون؛ د پیسو ازادول پېچلې موضوع ده

د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په اړه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول پېچلې او له ننګونو ډکه موضوع ده.