د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په اړه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د څرګندونو په غبرګون کې تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول پېچلې او له ننګونو ډکه موضوع ده.
جن ساکي د افغانستان د کنګل شویو زېرمو ازادول پېچلي بللي او ویلي یې دي چې امریکا له خپلو شریکانو سره په دې اړه پر ارزونې بوخت دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون له اسوشیټډپرس خبري اژانس سر په یوې مرکه کې ویلي و چې اسلامي امارت له امریکا متحده ایالاتو سره ستونزه نه لري او د امریکا له لوري پر دوی د بندیزونو لګول به ګټه ونه لري.
نوموړي په دغه مرکه کې له امریکا څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او په وینا یې، بېثباته او کمزوری افغانستان د هېچا په ګټه نه دی.
په ورته مهال د اسلامي امارت په مشري د حکومت سربېره د ګاونډیو او د سیمې یوشمېر هېوادونو په وار وار د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې. دغو هېوادونو ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ دی او که چېرته د دغه هېواد کنګل شوې پیسې ازادې نه شي او بشري مرستې ور ماتې نه شي، دغه هېواد کې به انساني ناورین رامنځته شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د افغانستان بانک نږدې ۱۰ میلیارده ډالري زېرمې کنګل شوې چې له امله یې په کور دننه افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او لاهم د ډالرو پر وړاندې مخ په ځوړندې روانې دي.
بلخوا د ډالرو پر وړاندې د افغانیو راټېټېدو سره په هېواد کې د خوراکي، سوند او نورو توکو بیې لوړې شوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.