نږدې درې میاشتې وړاندې هغه مهال چې طاالبان واک ته ورسېدل، د امریکا له لوري د افغانستان بانک شتمني کنګل شوې چې اوس د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغه هېواد کانګرس ته په یوه لیک کې د دغو پیسو د ازدېدو غوښتنه کړې.

په دغه لیک کې راغلي، د امریکا له لوري د افغانستان پر پیسو بندیزونه لګول، له منطق څخه لرې او د دوحې هوکړې پر خلاف دی او له فشار څخه ګټه اخیستل نه شي کولای، د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د متقي په خپور شوي لیک کې همداراز راغلي چې د امریکا له لوري د بندیزونو لګول، نه یوازې په افغانستان کې پر کاروبار او سوداګرۍ اغېزه کړې، بلکې بشري مرستې یې هم اغېزمنې کړې دي.

د دغه لیک په یوه برخه کې لیکل شوي، که چېرته د امریکا بندیزونه همداسې دوام وکړي، دولت او د افغانستان خلک به له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د امریکا کانګرس ته په استول شوې لیک کې همداراز لیکل شوې چې افغانان له کلونو وروسته د ارامۍ احساس کوي او یوازینۍ ستونزه یې مالي امنیت دی چې لامل یې د امریکا له لوري د افغانستان بانک پر شتمنیو بندیز لګول دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د امریکا له لوري د بندیزونو لګول او پولي زېرمو ته لاسرسی محدودول، روغتیا، پوهنه او د ملکي خدمتونو سکتور ته زیان رسولی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مرستیال مایکل مک‌هال له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي، د افغانستان شتمني باید په اسانۍ سره د اسلامي امارت لاس ته ونه لوېږي.

نوموړي په دغه مرکه کې همداراز ویلي چې دغه شتمني د دوی له لوري پر طالبانو د فشار یوازینی لار ده، ځکه د نوموړي په وینا، له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره هم‌مهاله دغه هېواد د فشار راوستلو ټولې لارې له لاسه ورکړي او اوس دغه پیسې باید د یوه ستر امتیاز په بدل کې طالبانو ته ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت د یوه خپلواک او مسوول دولت په توګه د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او ښې اړیکې غواړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام