د امریکا د مډیسیون فدرال محکمې دوه افغان کډوال چې یو یې پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري او بل یې له خپلې مېرمنې سره د تاوتریخوالي په تور، تورن پېژندلي دي.

د امریکا اې‌بي‌سي خبري شبکې دغه دوه تورن کسان د بحرالله نوري او محمدهارون عماد په نومونو یاد کړي دي. د دغې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، بحرالله نوري پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري او محمدهارون عماد بیا د خپلې مېرمنې د وهلو ډبولو په جرم، تورن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه دوه تورن کسان د امریکا ویسکانسین ایالت په فورټ مک‌کوی سیمه کې نیول شوي دي. د تورن کسانو محکمه پرون له غرمې وروسته د ویسکانسین ایالت په لوېدیځه سیمه کې جوړه شوې وه.

محکمې تایید کړه چې ۲۰ کلن بحرالله نوري په فورټ مک‌کوی سیمه کې د مېشت پرمهال پر زور په یوې کوچنۍ نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

همداراز ۳۲ کلن محمدهارون عماد پر خپلې مېرمنې د فزیکي حملې په جرم تورن دی. د اې‌بي‌سي د معلوماتو پر بنسټ، عماد خپله مېرمن ته ګواښ کړی و چې افغانستان ته به یې ولېږدوي، څو د طالبانو له چلن سره یې مخ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د قانون له مخې، که چېرته پر دغو دوو افغانانو یاد جرمونه ثابت شي، بحرالله نوري به لږ تر لږه ۳۰ کلونه او یا هم په ابدي بند محکوم شي. همداراز عماد بیا د خپلې مېرمنې د وهلو له امله به له ۱۰تر ۱۵ کلونو په بند محکوم شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام