Asset 1SWN

محمدحسن اخوند: هڅه کوو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړو

photo_2021-09-16_20-00-41-1000x700-1-770x433

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ډاډ ورکړ چې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي ستونزې یې حل کړي.

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند هم دې غونډې ته په لېږلي پیغام کې ټینګار وکړ چې هڅه کوي په کور دننه د کورنیو بې‌ځایه شویو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني له ټولو کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو پر بنسټ، له افغان کډوالو سره چلن وکړي.

هغه پر یادو هېوادونو غږ وکړ چې د کډوالو حقونه ورکړي او سندونه هم ورکړي، څو په قانوني ډول ژوند وکړي.

د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وویل، هڅه کوي چې په کور دننه د کاري اسانتیاوو په برابرولو سره د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ډب کړي او په وینا یې، یوشمېر هېوادونه چمتو دي چې دې برخه کې بېلابېلې پروژې پیل او پلې کړي.

د یادونې ده چې دې غونډې ته د یوشمېر بهرنیو سازمانونو راغلو استازیو هم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو ستونزې یې درک کړي او د راکمولو برخه کې یې به یې لاس په‌کار شي.

بله‌خوا په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستیال هنري کوننین وویل چې افغانستان کې به له کورنیو بې‌ځایه شویو او هغو کورنیو سره مرستې وکړي چې بېرته هېواد ته را ګرځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازې مینا کوما هم وویل، هڅه کوي چې افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي، خو په خبره یې، که نورو هېوادونو ته هم کډوال شوي، هلته به ورسره تاوتریخوالی نه کېږي.

د یادونې ده چې اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په تېره د افغانستان په ګاونډ پاکستان او ایران کې میلیونونه افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي او یاد هېوادونه د کډوالۍ نړیوالو قوانینو له په پام کې نیولو پرته هغوی سره ناوړه چلن کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام