د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او سوداګر وایي، د اسلامي امارت له راتګ او دغه ولایت کې د بانکونو له تړلو وروسته د زرګونو کسانو، په ځانکړې توګه د سوداګرو کاروبار خراب شوی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې ژرترژره د بانکونو فعالیت ته د پخوا په شان اجازه ورکړي، څو سوداګر او عام خلک خپلو پانګو ته لاسرسی پيدا او خپلې چارې پر مخ یوسي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د لوګر اوسېدونکی خیال نبي وايي چې د بانکونو تړل کېدو له امله زرګونه کسان وزګاره شوي او کاروبار څه چې ان د ژوند د اړتیا وړ پیسې هم له بانکونو نه شي را اېستلی.

د لوګر یو بل اوسېدونکی نعمت‌الله هم وايي چې د سوداګرو کاروبار د بانکونو له فعالیت سره تړلی او اسلامي امارت باید د خلکو او سوداګرو د ورځنیو ستونزو د حل په موخه ګامونه اوچت کړي.

د لوګر والي مولوي محمدعلي جان احمد وایي، اسلامي امارت په بانکونو کې د بودیجې څېړنې په موخه یو ګډ پلاوی ټاکلی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به بانکونو ته په عادي ډول د فعالیت اجازه ورکړي. هغه وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د سوداګرو او خلکو ستونزې حل او لپاره یې په عادي توګه د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي هم وايي چې په دغه ولایت کې د بانکونو تړل کېدو له کبله د کارونو ټکني کېدو ترڅنګ، د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د خصوصي او دولتي بنسټونو زرګونه وزګار شوي کارکوونکي هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام