که څه هم د طالبانو له لوري د غور د مرکز فېروزکوه ښار د نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ خصوصي بانک په‌کې فعالیت نه دی پیل کړی او دغه کار خلکو ته د سخت سرخوږي جوړولو لامل شوی دی.

د مخکیني حکومت یو مامور ګل‌احمد وايي چې بانکونه تړلي او دوی دومره پیسې نه لري چې کورنۍ ته پرې خوراکي او نور لازم توکي وپېري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور یو اوسېدونکی امیرداد بیا له طالبانو غواړي چې ژرترژره بانکونه پرانېزي، څو د خلکو ستونزې حل شي. د هغه په وینا، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، ستر ناورین به رامنځته شي؛ ځکه په وینا یې، خلک د خوراک او څښاک لپاره هېڅ نه لري.



د غور یو بل اوسېدونکی بیا په بانک کې د خپلو پیسو د ورکېدو په اړه اندېښمن دی او له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې د ده او نورو هېوادوالو اندېښنو ته ځواب ووايي.

خو په غور کې د افغانستان بانک د څانګې رییس عبدالغفور غفوري وايي، په لوېدیځ زون کې د بانکونو له امریت سره په ګډه هڅه کوي چې ژرترژره بانکونه خپل فعالیت پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په خبره، یاد امریت ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به غور ته ورشي، ستونزې به یې له نږدې واوري او د افغانستان بانک د ولایتي څانګې له فعالېدو وروسته به خصوصي هغو ته هم پیسې ورکړي، څو خپل فعالیت پیل کړي.

دا یوازې غور نه دی چې خلک په‌کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د طالبانو له راتګ وروسته په ډېری ولایتونو کې د بانکونو څانګې تړل شوي چې خلکو ته یې ډېر سرخوږی جوړ کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام