وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړه د نورو ادارو ترڅنګ بانکونو هم خپل فعالیتونه ودرول چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخه کړل. د ښاریانو له شکایتونو وروسته کابل کې بانکونو خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي، خو د بانکونو پېرېدونکي له بانکونو څخه د خپلو پیسو د اخیستلو له بهیر څخه ناخوښ دي.

د بانکونو پېرېدونکي وایي چې تراوسه یوازې د بانکونو مرکزي څانګې بېرته فعالې شوې او د بانکونو د څانګو تړل پاتې کېدل د دې لامل شوي چې دوی د پیسو اخیستو لپاره په ورځو-ورځو په تمه پاتې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې سربېره د بانکونو پېرېدونکي وایي چې د بانکونو له لوري د ټاکل شوې کچې پیسو اېستل، د دوی لپاره ګڼې ستونزې را ولاړې کړي دي.

کابل کې د یوه بانک پېرېدونکی ذکر‌الله سلام‌وطندار ته وویل: « « د سهار په څلورو بجو راغلي یو، یو ناڅاپه ګډوډي شوه په زیاته کچه بې نظمي روانه ده فکر وکړئ، وږي او تږي یو نه مو سهار چای څښلی او نه مو د غرمې ډوډۍ خوړلې همداسې ګرځو راګرځو.»

د بانکونو ټولنه د یو شمېر بانکونو د تړلي پاتې کېدلو لامل تخنیکي ستونزې یادوي او وايي چې هڅې روانې دي، څو سبا ټول بانکونه بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

د بانکونو ټولنې رییس نجیب امیري ټینګار کوي چې د پېرېدونکو له لوري د ټاکل شویو اندازه پیسو ترلاسه کول د دې لپاره دي چې د هېوادوالو د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي او په راتلوونکو ورځو کې به دا ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه: «له همدې موخه لیمیت ټاکل شوی، څو د پېرېدونکو له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي، کله چې په زیاته کچه راځي، ستونزې رامنځ ته کوي. د دې په موخه چې ګڼه ګوڼه کنټرول شي دا ټاکل شوې او انشالله دا به هم حل شي. »

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پرون د افغانستان بانک ځای ناستي رییس ملا عبدالقادر د بانکونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې د بانکي فعالیتونو د پیل، د بانکونو د امنیت او له ستونزو څخه د وتلو لپاره د حل لارې موندلو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان بانک ځای ناستي رییس دې غونډې ته ډاډ ورکړ چې د محدودیت وضعه کول د لنډ وخت لپاره دي او بانکونه به په تدریجي توګه خپل فعالیتونه په عادي ډول پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام