رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو سربېره به امریکا له اسلامي امارت سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو د ازادېدو په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د زمري په ۲۴ نېټه راپور ورکړی و چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر له وژل‌کېدو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې چې د افغانستان بانک شاوخوا ۷ میلیارده ډالر باید ازاد نه‌شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وال‌سټرېټ ژورنال لیکلي و چې امریکا په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې هم درولي دي. په راپور کې ویل شوي چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر حضور دغه هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د نړیوال تروریزم د بیا راژوندي کېدو په اړه د لوېدیځ د اندېښنې لامل شوی دی.

خو رویټرز نن دوشنبه به بیا د خپلې یوې سرچینې له خولې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونه به د پیسو ازادېدو په تړاو له اسلامي امارت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې امریکايي او د اسلامي امارت چارواکو داسې وړاندیزونه کړي و چې د افغانستان بانک شتمني دې یوه امانتي صندوق ته ولېږدول شي.

امریکا هم په دې اړه له سویس او نورو هېوادونو سره خبرې کړې دي. یوې امریکايۍ سرچینې رویټرز ته ویلي، د ایمن الظواهري پر وړاندې برید د دغه صندوق د رامنځته کولو په اړه د امریکا د حکومت په ژمنتیا کې کوم بدلون نه دی راوستی.

یو کال وړاندې هغه مهال چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان بانک ۷ میلیارده ډالر چې د دغه بانک مالي ملاتړ وو، وتړل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د تېره یوه کال په ترڅ کې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اندېښمنونکي توګه مخ په زوړ روان دی او تر دا مهاله هم د هېواد بانکي سېټم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام