د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې دغه هېواد د افغانستان د اووه میلیارده ډالرو پانګې نیمايي هغه یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي: «د نړۍ بډایه هېواد په ښکاره د بې‌وزله هېواد شتمني غلا کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د دې وزارت ویانده هوا چونینګ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانانو شتمني باید د دوی په واک کې ورکړل شي او کله چې ورته اړتیا پیدا کوي، ترې استفاده وکړي او کنټرول پرې ولري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د اووه میلیارده ارزي زېرمې چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د دغه هېواد له لوري کنګل شوې وې، د یوه فرمان له مخې، درې ورځې وړاندې ازادې کړې.

د امریکا ولسمشر یاده پرېکړه له ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده. پرون پخواني ولسمشر د بایډن پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پیسې د اسلامي امارت نه، بلکې افغانانو پورې تړلې دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د بایډن پر دې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یادې پیسې د افغانانو دي او باید دوی یې په اړه پرېکړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې د افغانانو بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې، ټولې کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام