د کورنیو چارو وزارت: روان کال د ۱۱۸۹۰ پېښو په تړاو نږدې ۱۷۰۰۰ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نن دوشنبه د کب ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د ۱۴۰۱ کال له پیل راهیسې تراوسه په ټول هېواد کې ۱۱زره او ۸۹۰ جرمي پېښې رامنځته شوي دي. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۶زره او ۶۵۸  کسان هم نیول شوي دي.

کابل کې وسله‌والې غلاوې؛ ښاریان: غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې او موبایل اخلي

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو د ټوپک او توپانچې په زور پیسې، موبایل او نور وسایل اخلي. د کابل یو اوسېدونکی رویا کوشا سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د ټوپک په زور پیسې او موبایل واخیستل.

چین امریکا ته په اشارې: د نړۍ یو بډایه هېواد د یوه بې‌وزله هېواد شتمني لوټي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې دغه هېواد د افغانستان د اووه میلیارده ډالرو پانګې نیمايي هغه یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکوي. یاد وزارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي: «د نړۍ بډایه هېواد په ښکاره د بې‌وزله هېواد شتمني غلا کوي.»

اسلام‌کلا کې موټر چلوونکي: ایرانیان راڅخه باج اخلي

د اسلام‌کلا ـ هرات لویې لارې یو‌شمېر موټرچلوونکي چې ایران ته تګ راتګ کوي وايي، له پولې هاخوا د ایران پارکینګونو کې هېڅ موټرچلوونکي د امنیت احساس نه‌کوي او د اخاذیو ترڅنګ یې وسایل هم د ایرانیانو له‌خوا غلا کېږي.

کندوزیان: کندوز کې د انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوي

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو سره هم‌مهاله په کندوز کې د انسان تښتونې او وژنې پېښې ډېرې شوي. په کندوز کې د جنايي پېښو ډېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړې دي. د کندوزیانو په وینا، دوه اوونۍ وړاندې وسله‌والو کسانو د کندوز ښار په درېیمه حوزه کې د اوړو د یوه کارخونې مالک او شاګرد په چکش ووژل.

حکومت د جنايي جرمونو په څېړلو کې پاتې راغلی

د کابل ښار واټونه او کوڅې تل د جنايي پېښو او وژنو شاهدې وې، خو په دې وروستیو ورځو کې جنايي پيښې زیاتې شوي چې دغې چارې ښاریان اندېښمن کړي دي. که څه هم د قتل، وسله والو غلاوو، د ناقانونه وسلو لېږد او سړي تښتونو ته ورته جرمي پېښو کې ډېری وخت ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو په وروستیو کې د جنايي جرمنو په کړنلارې کې د بدلون په رامنځ ته کېدو سره ښاریان په ډله‌ییزه توګه قرباني ورکوي.

په درېوو میاشتو کې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضیې ثبت شوي

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړيو درېو میاشتو کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضيې ثبت او رسېدنه کړې چې له ډله یې ۱۲۷۶ قضيې عادي او پاتې ۷۷ قضي بیا د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو قضیې دي.