په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې یوازې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۳۸ ملکیان وژل شوي دي.

دغه سفارت لیکلي: «څرنګه چې په افغانستان کې پر ملکیانو او عامه بنسټونو د طالبانو بریدونو په اړه د رسنیو او لومړی لاس راپورونو ګورو، موږ بیا هم د دوامداره تاوتریخوالي د پای ته رسېدو چې ډېری د طالبانو له لوري کېږي، غوښتنه کوو»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نډ پرایس له قوله لیکل شوي چې نړۍ په افغانستان کې یو تحمیلي نظام نه مني. د امریکا د سفارت په خبره، د هر افغان دولت مشروعیت او ورسره مرسته یوازې هغه مهال شونې ده چې دغه دولت بشري حقونو ته درناوی وکړي او د خلکو په اند مشروعیت ولري.



په کابل کې د امریکا سفارت ټینګار کړی چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي له کبله ۳۸ زره ملکیان وژل شوي او له ۷۰ زرو ډېر ټپیان دي. یاد سفارت وايي، میلیونونه افغانان د خپلې کورنۍ د غړیو یا خواخوږ د وژل کېدو او ټپي کېدو له کبله دردمن شوي دي.

د امریکا سفارت زیاته کړې چې افغانانو د پام وړ تاوتریخوالی لیدلی او په ملګرو ملتونو کې یې د دغه هېواد د سفیرې لینډا ټوماس ګرینفېلډ له قوله لیکلي چې ټول افغانان د ښو ورځو تېرولو او له کومې وېرې پرته د عادي ژوند کولو حقدار دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبرپاڼې پر بنسټ، امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره به مرسته کوي. امریکا دغه راز ټینګار کړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام تر څنګ به تر ۲۰۲۲ زېږدیز کال پورې درې میلیارډه مرسته ورسره وکړي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښيي چې طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او په ځینو ولایتونو کې یې یوشمېر ولسوالۍ هم لاس ته ورغلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام