Asset 1SWN

د سولې دويم پړاو خبرې؛ ښايي پلاوی سبا دوحې ته لاړ نه‌شي

Peace-Shora

 

د افغان دولت د سولې مرکه‌چي پلاوي غړې حبیبه سرابي سلام‌وطندار ته وايي، تراوسه په کره ډول نه ده مشخصه شوې چې دغه پلاوی به سبا دوشنبه طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړاو پیل لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ ‌شي که نه.

نوموړې وویل، ښايي دغه پلاوی سبا قطر ته سفر ونه لري.

د حبیبې سرابي په وینا، نن هم ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه لري او د ځینو مواردو په اړه ورسره خبرې کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند محمد نعیم سلام‌وطندار ته وايي، د دوی پلاوی قطر کې دی او دوی د سې‌شنبې په ورځ د روانې جنورۍ میاشتې په پنمځه د سولې خبرو دویم پړاو پیلولو لپاره پوره چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان دولت د سولې مرکه‌چي ټیم غړي ویلي حفیظ منصور په يوه خبري ناسته کې وويل، طالبانو سره د دویم پړاو خبرو پيل لپاره سبا دوشنبه دوحې ته روانېږي.

د دغه پلاوي یوه بل غړي غلام فاروق مجروح ویلي، اوربند او سیاسي مشارکت له طالبانو سره د دې پړاو خبرو له لویو مسایلو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام