د ا.ا لوړپوړو چارواکو نن د کب لسمه، د چهارشنبې ورځ د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې د دوحې هوکړهلیک د لاسلیک درېیمه کلیزه ونمانځله. دغه هوکړهلیک افغانستان کې واک ته د ا.ا بیا راتګ ته لاره هواره کړه.
ا.ا او امریکا د دوحې هوکړهلیک له لاسلیک راهیسې تل یو بل د دغه هوکړهلیک پر نقض تورن کړي او د ا.ا چارواکو نن په یوه غونډه کې یو ځل بیا امریکا د یاد هوکړهلیک پر نقض تورنه کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور په دې غونډه کې وویل: «د دې هوکړې پر بنسټ، امریکا باید د افغانستان ارضي تمامیت ته را دننه نهشي او د افغانستان سیاسي خپلواکۍ کې لاسوهنه وکړي، خو تاسې یې وینئ چې هم زموږ حریم ته راننوځي او هم مو په سیاسي خپلواکي کې لاسوهنه کوي.»
په همدې حال کې د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي: «موږ ژمن او ډاډه یوو چې له دغه هوکړهلیک نه سرغړونه نه کوو. نو ولې یو ستر ځواک زموږ پر وړاندې سرغړونه وکړي؟»
د اسلامي امارت مشران د نړیوالې ټولنې له لوري پر لګېدلیو تحریمونو او فشارونو نیوکه کوي او غوښتنه کوي چې نه یوازې باید اقتصادي تحریمونه لرې شي، بلکې د ملګرو ملتونو له تور نوملړ نه دې هم د اسلامي امارت د مشرانو نومونه واېستل شي.
د اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي: «له نړې مو غوښتنه دا ده چې په بېلابېلو پلمو د دغو مظلومو خلکو پر وړاندې نه اقتصادي او نه هم نورې ستونزې جوړې کړي.»
دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت هم باید د دوحې هوکړهلیک پر بنسټ، د ټولشموله حکومت پر جوړېدو، هېواد کې د سراسري امنیت پر ټینګښت او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر مخنیوي مکلف دی.
اسلامي امارت نه یوازې په یادو برخو کې د نړیوالې ټولنې قناعت نهدی خپل کړی، بلکې پر افغانانو، په تېره ښځینهوو د محدودیتونو لګېدو له کبله چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق پهکې مهم دی، له نړۍ سره نور هم مخامخ شوی دی.
د اقتصاد وزارت سرپرست دینمحمد حنیف په یاده غونډه کې وویل: «د یوه حکومت په توګه د خلکو پر وړاندې مسوولیت لرو چې کار او ډوډۍ پیدا کړو، مشروع غوښتنو ته یې درناوی وکړو، کار غواړي، ډوډۍ غواړي یا هم غواړي چې د زدهکړو اسانتیاوې ورته برابرې شي، مشروع غوښتنه ده.»
بلهخوا د علومي اکاډمۍ غړي شریف ځدران هم د خپلو خبرو پر مهال وویل: «اوس تاسې ملت ته مسوول یاست، ملت درنه کار غواړي، دنده، زدهکړې، ابادي، عدالت او یووالی غواړي. تاسې هم د ملت دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایئ.»
سره له دې چې اسلامي امارت شاوخوا یونیم کال مخکې واک ته رسېدلی، خو تر اوسه یې حکومت نه یوازې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی، بلکې افغانستان نور هم له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخامخ شوی دی.