د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي په دوحه کې مېشت د افغانستان لپاره تر لسو د زیاتو اروپايي هېوادونوله استازو او سفیرانو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په نننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري روغتیاييوضعیت، ښوونیز بهیر او اړتیاوو په اړه طرحې، وړاندیزونه او معلومات شریک کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یادو سفیرانو په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره خپه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې د افغانستان شرایطو ته پهکتو غواړي په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې ډيرې شي.

دغه راز هغوی په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې هک خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

متقي د اروپايي ټولنې استازو د ځینو اندېښنو او په ځانګړې ډول د اقتصادي وضعیت په اړه ویلي، د امریکا له لوري کنګل شوې شتمنياو پر بانکي سکټور لګېدلو بندیزونو افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ډاډ ورکړی چې د نوي حکومت په راتګ سره د افغان ټولنې د ټولو قشرونو حقونه خوندي شوي او په ټولو برخو کې رونټیا رامنځته شوېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام