Asset 1SWN

رحماني: حکومت او طالبانو واک ته رسېدو لپاره د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي

Rahmani-1-p26ao2wbpuq8378fi892yqq32sfyntl8m47r5go1vs

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې؛ خو تر دې دمه دا خبرې د افغانانو لپاره د منلو وړ پایله نه لري. د دې وضعیت په دوام د ولسي جرګې غړيو د يادې جرګې د رییس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړ.

د ياد کميسيون مشر میررحمان رحماني وايي، د افغانستان د سولې خبرې د ناڅرګندو لاملونو له کبله ځنډول شوې دي او له دې وروسته به د ولسي جرګې غړي د سولې اړوند ټولو مسلو څخه خبر وي او په دې پروسه کې به مخامخ دخیل وي.

رحماني وايي، حکومت او طالبان یو بل په دې تورنوي چې د سولې پروسه له ځنډ سره مخوي. نوموړي وویل، حکومت او طالبانو واک ته رسېدو لپاره د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي دي.

د ولسي جرګې رییس زياته کړه، د ولسي جرګې د سولې کمیسيون هڅه کوي چې د هراړخيزې طرحې په جوړولو سره سولې ته ورسېږي او اوسنۍ کړکېچ پای ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام