Asset 1SWN

ايراني چارواکيو سره د طالبانو ليدل؛ «امريکا ښه منځکړې نه ده»

Zarif-Brother-2-p268nxs96lyosbcqliantw6hk8sp967aeay95gdbx0

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعیم وايي، د طالبانو سیاسي مرستيال او دوحه کې د سياسي دفتر رييس ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي يې تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.

محمد نعيم نن وروسته له غرمې په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د حالاتو او بين الافغاني مذاکراتو په اړه، د دوحې د هوکړې په پوره عملي کېدو او افغانستان او سیمې ته د امن او سولې پر اړتيا هم بحثونه وشول.

د ايران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف د طالبانو سياسي استازيو سره په ليدنه کې ويلي چې افغانستان کې له يوه ټول‌شموله اسلامي دولت چې په هغه کې ټول توکمونه، مذهبونه او خواوې شاملې وي، ملاتړ کوي.

د ياد خبري اژانس د معلوماتو پر بنسټ، جواد ظريف ويلي، امريکا ښه «منځګړې» نه ده.

د ایران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان اساسي قانون او نظام ته په اشارې ويلي: «موږ نه شو کولای په تشه کې شرایط په پام کې ونیسو، دا شرایط د راتلونکي ګډ حکومت لاسته راوړلو لپاره په پام کې نیول کېدی شي.»

د ملاعبدالغني په مشرۍ د طالبانو سیاسي پلاوی د تېرې سې شنبې په ورځ ايران ته لاړ او تراوسه يې د ايران د بهرنيو چارو وزير ترڅنګ د امنيت شورا له منشي علي شمخاني سره هم ليدلي دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ايران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په غبرګون کې د يوې خبرنامې په خپرولو سره ويلي و، افغان دولت له دې سفره خبر دی او له دې وړاندې ايراني چارواکيو په دې اړه افغانستان خبر کړی و.

د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم ويلي، ايران د طالبانو دغه سفر له دوی سره په همغږۍ شوی دی.

طالب پلاوی په داسې حال کې ايران ته سفر کوي چې درې اوونۍ وړاندې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې دويم پړاو خبرې پيل شوې؛ خو تراوسه يې هېڅ پرمختګ نه دی کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام