Asset 1SWN

سلام وطندار

له دوحې سرچينه: ټاکل شوې نن شپه د حکومت او د طالبانو د تماس ډلې ناسته ولري

متن-طالبان-27-ox1uv0b1xagqx7fqlbxqauogq0sz3zvhnii4x64fis

 

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ د سولې له مذاکراتو یوه باخبره سرچینه سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، ټاکل شوې نن شپه له درېیمې عمومي غونډې وروسته د سولې د تماس ډلې له یو بل سره ناسته ولري.

سرچینه زیاتوي، افغان پلاوی له هر پلوه چمتو دی خو تر اوسه د طالبانو له خوا روښانه ځواب نه دی ترلاسه شوی او څرګنده نه ده چې د طالبانو د تماس ډله به په ناسته کې ګډون وکړي که نه.

په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی خالد نور هم وايي چې بحثونه دوام لري خو لا هم د کوم پرمختګ څرک نه لګېږي

نور زیاتوي، هیله مندي شته چې ښايي دواړه ډلې ډېر ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

تردې وړاندې د سولې د خبرې کوونکي پلاويو عمومي درېیمه غونډه کې چې د اکتوبر په ۱۴مه نېټه تر سره شوه، د دواړو پلاويو ټولو غړيو د اختلافي مواردو په حل او د حل لارو په وړاندیز کولو تینګار وکړ.

خو سره له دې چې له دې غونډې درې ورځې تېرېږي تر اوسه د دواړو لورو تماس ډلې نه دي توانېدلي، غونډه وکړي.

خو دلته په افغانستان کې د دوحې د خبرو له پیله له ولایتونو نیولې تر پلازمېنې، خلک د سولې نارې وهي او د سمبولیکو حرکتونو په ترسره کولو څرګندوي چې له جګړې ستومانه شوي دي.

تراوسه په هلمند، ننګرهار، هرات، کندوز، پکتیا او نن په کابل کې خلکو د جګړې تابوت په دې شعار چې سوله غواړو، خاورته وسپاره.

 

 

 

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام