د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت له پاکستان او خپلو نړیوالو شریکانو غواړي چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند په پرخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یې د سولې بهیر پر وړاندې ځینې ننګونې هم را ولاړې کړې دي.

خبرپاڼه لیکي چې طالبان هدفي وژنو ته مخه کړې او د تلپاتې سولې راتلو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په ګډون، د افغانستان له ټولو نړیوالو ملاتړو هېوادونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو یوې مانا لرونکې سولې او سیاسي هوکړې ته لاره هواره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي دوه ورځې وړاندې له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې د تاوتریخوالي له کبله به د افغان سولې پروسه وځنډول شي. هغه ویلي و چې هېواد یې د امریکا له نوي دولت سره لا ډېر تعامل ته هیله‌مند دی.

هغه د امریکا له نوي ولسمشر جو بایډن نه غوښتي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د افغان سولې پروسه وارزوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې لپاره د فرصت پر برابرولو د ټینګار تر څنګ، ویلي و چې د امریکا دولت هغه څه چې پیل شوي، باید وساتي او د سولې روان بهیر بېرته پر شا ونه خوځوي.

تر دې وړاندې د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي و چې د جو بایډن دولت به له طالبانو سره د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د سولې لاسلیک شوی هوکړه‌لیک وارزوي؛ ځکه په وینا یې، دوی غواړي د تاوتریخوالي کموالي او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو په برخه کې دې ډلې خپلې ژمنې عملي کړي، که نه.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچيان اوس هم د دویم پړاو خبرواترو د اجندا پر توحید نه دي بریالي شوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د سولې خبرو دوام لپاره د دولت د مرکچي پلاوي د چمتووالي خبر ورکوي او وايي، د مقابل لوري د چمتووالي اعلان ته په تمه دي.

د هغې په وینا، له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو خواوو د مرکچیانو ترمنځ غونډه نه ده شوې او د دولت د سولې مرکچي پلاوی په خپل منځ کې د سولې خبرواترو پر محتوا بحث کوي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هېواد د ملي امنیت له عمومي رییس او د کورنیو چارو له وزیر سره په ګډه غونډه کې ویلي چې طالبانو د خپلو بریدونو په دوام ثابته کړې چې د سولې لپاره ښه نېت نه لري او لا هم یوه ترهګره ډله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت د سولې مرکچي پلاوي یوشمېر غړیو هم تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې طالبان د تاوتریخوالي له کمولو او د اوربند له اعلان پرته هڅه کوي د امریکا په وسیله خپل نور بندیان خوشې کړي او همدا لامل دی چې د سولې خبرواترو لپاره لېوالتیا نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام