Asset 1SWN

ای‌‌پي‌اېل؛ بنګلور له حیدراباد سره لوبه کوي

9f7233df-ef1f-4d1f-9c16-b17d11d324e6

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن رویالز چلنجرز بنګلور له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن پنج‌شنبه، اپرېل ۲۵مه د هند د حیدراباد د اوپال په «راجېف ګاندي انټرنېشنل کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حیدراباد لوبډله چې د ای‌پي‌اېل لیګ سږني پړاو کې د ریکارډ کچې سیالي کړي، نن به په خپل کوربه‌توب له بنګلور سره لوبه وکړي. سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په روان لیګ کې د یادې لوبډلې پر وړاندې لوبه کړې چې د ۲۵ منډو په توپیر یې ترې ګټلې ده.

حیدراباد لوبډله چې روان لیګ کې یې د ای‌پي‌اېل په تاریخ کې تر ټولو د لوړ هدف ۲۸۸ منډو ریکارډ جوړ کړی، نن لوبه کې هم تمه کېږي چې ښکلې لوبه به وکړي. دې لوبډلې د ۲۷۷ منډو لوړ هدف هم له ځان سره لري.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌اچوونکی فضل‌الحق فاروقي هم له دې لوبډلې سره لوبېږي.

بل‌خوا رویالز چلنجرز بنګلور چې د سیالیو د جدول په لسم او وروستي ځای کې شتون لري، تراوسه یې یوازې یوه لوبه ګټلې او اووه سیالۍ یې بایللې دي.

حیدراباد له کړیو اوو لوبو پنځه ګټلي، دوه یې بایللي او د جدو په درېیم ځای کې ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو پنځو لوبو کې درې ځلې حیدراباد او دوه ځلې بنګلور لوبې ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز لوبډلې د راشدخان ګجرات ټایټنز ته په څلور منډو ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام