له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا نن د انګلستان کرېکت ملي لوبډله په لومړي د پاکستان کراچۍ ښار کې د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

دغه سیالي به د پاکستان پر وخت نن شپه ۷:۰۰ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

پاکستان او د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې به په ټوله کې اووه شل اووره سیالي وکړي چې موخه یې د راتلونکي شل اووره نړیوال جام ته چمتووالی ښودل شوی.

د یادو اوو شل اووره سیالیو لومړۍ څلور لوبې به د پاکستان په کراچۍ ښار او وروستۍ درې سیالي به په لاهور ښار کې وشي.

د کراچۍ ټرافیک پولیسو دغه ښار کې د یادو سیالیو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي او په یوې خبرپاڼه کې یې د کراچۍ له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې لوبغالي ته غځېدلې ټولې لارې به تړلې وي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ۲۰۰۹ کال د پاکستان په لاهور کې پر سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې له وسله‌وال برید وروسته ګڼ‌شمېر هېوادونو دغه هېواد ته د خپلې کرېکټ ملي لوبډلې له لېږلو ډډه وکړه، خو په دې وروستیو کې د ویسټ‌انډیز، زمبابوې او اسټرالیا په څېر لوبډلو دغه هېواد ته د لوبو کولو لپاره سفرونه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام