«ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک او چرس پرې کرل شوي وي»

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخوند نن د خپل کلني کاري راپور وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل چې اوس په ټول افغانستان کې یو جریب ځمکه نشته چې تریاک یا چرس دې پرې کرل شوي وي.
هغه وايي، د تریاکو او چرسو ټول کښتونه یې له منځه وړي دي. د نوموړي په وینا، نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ د نشه‌يي توکو له ستونزې سره مخ ده.

بلاول بوټو: سوله‌يیز، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس وېسټ سره په خبرو کې ویلي چې «سوله‌يیز، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې بلاول بوټو زرداري په نیویارک کې له ټوماس وېسټ سره خبرې کړې دي.

عبدالسلام‌ حنفي: د ۸۰۰زره دولتي کارکوونکو معاشونه له کورنیو عوایدو ورکوو

د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي «کسب‌ګرو او هټۍ‌والو څخه د ملاتړ» غونډه کې د مالیو راټولولو پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې هېوادوالو څخه د ا.ا له‌خوا راټوله شوې مالیه تر ډېره د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې لګول کېږي.

ملګر‌ي‌ملتونه پاکستان کې ۸۰۰زره افغان سېلاب ځپلیو سره مرسته کوي

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه اداره په پام کې لري چې یاد هېواد کې ۸۰۰زره سېلاب ځپلیو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

رسنیو همداراز ویلي چې اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت دغه هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره د دوو میلیونو ډالرو نوې مرستې اعلان هم کړی دی.

ایران څخه یوه اوونۍ کې ۶۰۰۰ افغانان بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي

د نیمروز محلي چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه شاوخوا ۶۰۰۰ افغان کډوالو بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

باختر خبري اژانس د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس صدیق‌الله نصرت له قوله نن سه‌شنبه د وږي ۲۹ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال دغه ولایت کې د ورېښمو پُل له لارې له ایران څخه بېرته هېواد ته راشړل شوي دي.