د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي «کسب‌ګرو او هټۍ‌والو څخه د ملاتړ» غونډه کې د مالیو راټولولو پرمهال پر شفافیت ټینګار وکړ او وویل چې هېوادوالو څخه د ا.ا له‌خوا راټوله شوې مالیه تر ډېره د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخو کې لګول کېږي.

حنفي زیاته کړه چې دا مهال د څه باندې ۸سوه زره دولتي کارکوونکو معاشونه له کورنیو عوایدو ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

په همدې حال کې د مالیې وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري دغې غونډې ته وویل، د کسب‌ګرو او دوکاندارانو لپاره مالیه کمه شوې او هغوی د مالیاتي جریمو له ورکولو هم معاف شوي دي. د بدري په وینا، اوس وخت کې مرکز او ولایتونو کې یو زر او ۸۰ کسان د مالیو په راټولولو بوخت دي.

هدایت‌الله بدري وویل: «کسبګرو ته مو مالیه راټيټه کړې او مالیي جریمې مو هم معاف کړي دي. همداراز د مالیو راټولولو په موخه مو ولایتونو کې ۱۰۸۰ مرکزونه جوړ کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې ۲۸ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام