د مرکزي بغلان ولسوال سیدکمال وردګ د دې خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته وایي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولسوالي کې د «هلو ټرسټ» په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر دفتر برید کړی چې له امله یې د دغې موسسې ۱۲کارکوونکي وژل شوي او ۱۷ټپیان دي.

دغه پېښه بېګاه شپه ناوخته د دغې ولسوالي اړوند په «شیخ جلال» سیمه کې شوې او د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال په وینا، د څېړنې او اروزنې ټيم د پېښې ځای ته استول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وایي، وسله‌والو کسانو د ماین پاکۍ د دغه دفتر د کارکوونکیو پیسې او ټول توکي هم له ځان سره وړي دي.

بل‌خوا د بغلان ولایت د پولیسو ویاند احمدجاوید بشارت دغه برید د وسله‌والو طالبانو کار بولي او وایي چې پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې وسله‌والو طالبانو بغلان کې د ماین پاکۍ کارکوونکي وژلي دي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین په یوه ټویټ کې ویلي: «ترهګرو طالبانو د ماین پاکۍ کارکوونکي وژلي، په داسې حال کې چې دغې ډلې به تل ادعا کوله چې د ماین پاکۍ د کارکوونکیو خوندیتوب ته ژمن دي، دوی تل په جنایت لاس پورې کړی او دوی یې وژلي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، طالبان بېګاه شپه ۱۰ بجې د ماین پاکۍ موسسې دغه دفتر ته ور ننوتلي او پر دوی یې ډزې کړي دي.

تراوسه د وسله‌والو طالبانو په کډون هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام