Asset 1SWN

ناپېژنده کسانو سرپُل کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وژلې

sar e pull (1)

د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ۴۰ کلنه ښځه زندۍ کړې او وژلې یې ده.

د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دین‌محمد نظري سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز  د ناحیه‌دشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نظري زیاته کړې چې د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل‌خوا د سرپُل د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د کشف امر شفیع‌الله زرقاوي بیا د یادې پېښې لامل کورنۍ ستونزې او اخلاقي فساد په ګوته کوي.

د زرقاوي په وینا، استخباراتي او کشفي ارګانونه د یادې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې بېګاه شپه هم د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې ناپېژنده کسانو یو کس لومړی وهلی او ټکولی و او وروسته یې وژلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام