عزیز اغا چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مشر زوی او ګټیالی و. له خپلو ټولو ځوانو هیلو سره خاورو ته سپارل کېږي. هغه ۲۸ کاله عمر درلود او د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه فارغ شوی و.

نوموړی له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته دوه نیم کاله د دغه پوهنځي په اداري برخه کې په افتخاري توګه کار وکړ، خو بې‌کارۍ بلاخره هغه اړ کړ چې خپلو څلورو نورو ملګرو سره یوځای چې هغوی هم پوهنتونونو څخه فارغه شوي وو. سفر ته ملا وتړي او په نامنظمه کډوالي روان شي.

دوی غوښتل ایران څخه ترکیې ته لاړ شي، خو څلور ورځې وړاندې همدا چې نیمروز څخه د ایران خاورې ته دننه کېږي، د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه ځینو خپلوانو ورته د فاتحې مراسم نیولي او وايي، دا مراسم د هغه د نیکیو په خاطر دي چې ځان سر یې د تل لپاره خاورو ته وړي.

د عزیزاغا یو ملګری یما د لارې د سختیو په اړه وايي: «مونږ له پلخمري پنځه کسه وو چې له قاچاقبر سره په همغږۍ مو حرکت وکړ او په یوه شپه ورځ کې نیمروز ولایت ته ورسیدو، د ایران او افغانستان پولې ته. قاچاقبر مونږ ټول په ډلو ویشلي وو، هوا ډېره ګرمه وه او پلې لارې ډېر زیات خسته کړي وو. او کله مو چې غوښتل له پولې واوړو، له هغې غاړې مو د ډزو غږونه واورېدل، مونږ غوښتل وتښتو، خو قاچاقبر غږ وکړ چې له ځایونو مه خوځېږئ. کله چې د ډزو غږونه زیات شول ومو غوښتل وتښتو. عزیز آغا په سر کې وو، څو دقیقې وروسته متوجه شو چې ډزو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

یما وايي، که ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، هېڅ کله به هېواد خوشې نه کړي. هغه له نورو ځوانانو غواړي چې د قاچاقچیانو په خبرو باور ونه کړي او هېڅ کله هم نورو هېوادونو ته په نامنظمې کډوالۍ سفر ونه‌کړي.

هغه وایي: «نورو ځوانانو ته مې پیغام دادی چې په قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته د تلو په اړه هېڅ فکر ونه کړي. د خپل هېواد خوږې او ترخې دې قبولې کړي، نورو هیوادونو ته تلل هغه هم په قاچاقي لارو، دا له ژوند سره لوبې دي، ۹۹سلنه د انسان ژوند له ګواښ سره مخ دی، یوازې یو فیصد چانس لري.»

عزیزاغا سره له دې چې د لیسانس سند یې درلود او دوه نیم کاله یې د بغلان پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځي کې د تدریسي مرستیال په توګه کار وکړ، خو بیا هم دغه بست اعلان ته لاړ او همدا چې ورته بریالی نه‌شو، د هېواد د خوشې کولو پرېکړه یې ونیوله چې برخلیک یې په مرګ تمام شو.

د هغه پلار جان‌اغا چې د پلخمري ښار په یوه څنډه کې دوکانداري کوي وايي، زوی یې د ژوند مخکې وړلو لپاره بله لار نه‌درلوده او د کار نه‌شتون له امله یې هېواد خوشې کړ.

هغه وویل: «عزیزآغا جان څو ځله را ته وویل چې باید له هیواده بهر لاړ شي، او را ته یې وویل چې پلاره په ژوند کې ستونزې ډېرې دي، اجازه راکړه چې لاړ شم. ما هم هڅه کوله په یو ډول یې د تلو مخ ونیسم او آن راته یې وویل چې د واده لس لکه راته پیدا کړه، د ستونزو له امله مې د ده دا غوښتنه پوره نه شوای کړای، او هغه هم خپله مور راته واسطه کړه چې بیا ما او مور یې دعا ورکړه چې په خیر حرکت وکړي.»

نوموړی له نورو کورنیو غواړي چې خپلو اولادونو ته اجازه ورنه کړي چې په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي. د عزیزاغا له خپلوانو څخه احمد فواد اریا چې ورزشکار هم دی وايي، هغه د بې‌کارۍ له امله نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړه.

د هغه په وینا، که چېرې بغلان پوهنتون چې عزیزاغا څو کاله ورسره وړیا کار هم کړی وو، ده سره همکاري کړې وای، هېڅ کله به هم ایران ته نه روانېده.



عزیزاغا بغلان پوهنتون کې د کاري تجربې درلودو ترڅنګ، د سپورت برخه کې هم لاسته راوړنې درلودې او په محلي او ملي کچه سیالیو کې یې څو مډالونه ترلاسه کړي.

هغه وایي:«عزیزآغا یو تحصیل کړی او با استعداده ځوان وو، لوړې موخې یې هم د لوبو او هم د تحصیل برخه کې درلودې، د حاشیا کاراتې برخه کې په ملي او ولایتي کچه له قهرمانانو وو، د لوبو ترڅنګ یې د تحصیل لپاره هم هڅه کوله. خو هغه ستونزې چې نن زمونږ په ټولنه کې موجودې دي متاسفانه خلک ترې رنځ وړي، چاودنې، انتحار بیکاري او بدبختۍ ددې سبب شوي چې زمونږ ځوانان له هیواده بهر سفر وکړي. که د بغلان پوهنتون عزیز آغا سره مرسته کړې وای چې لږترلږه د اجیر په توګه یې دنده ورکړې وای، هېڅ کله یې نه غوښتل له هیواده بهر لاړ شي، خو نن یې ټول ارمانونه له ځان سره ګورته یوړل.»

په همدې حال کې د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس شریف‌الله شفق وايي، پر یو لړ پروګرامونو کار کوي چې نیږدې راتلونکې کې به ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.

هغه وویل، د هېواد سرحدي سیمو کې نماینده‌ګۍ لري او هغو کسانو ته چې کډوالي کوي او لاره کې ورته زیان رسېدلی وي، قرباني ته نغدې پیسې او د درملنې شرایط برابروي.

هغه وایي: «د هرات د کډوالو ریاست کې استازولۍ لرو، کله چې مو یو هېوادوال د کډوالۍ لاره کې شهید یا ټپي شي، مونږ مکتوب لېږو، څو جسد یې یا ټپي ولېږدوي. کوم کسان چې شهید شي یا ټپي شي، هغوی ته اکرامیه ا د درملنې پيسې ورکوو. لس زره، شپږ زره او پنځه زره پیسې ورکوي، څو چې خپل اصلي ځای ته ورسېږي.»

سره له دې چې د بې‌کارۍ او ناامنیو له امله هره ورځ لسګونه افغانان نورو هېوادونو ته غیرقانوني سفرونه کوي او ګڼ‌شمېر یې د عزیز په څېر برخلیک سره مخ کېږي، خو افغان دولت تراوسه د نامنظمو کډوالیو د مخنیوي لپاره کوم مشخص پروګرام نه‌دی جوړ کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام