۲۷ کلن طارق رسا د بغلان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړي د هوسا ژوند ترلاسه کولو او خپل ژوند ژغورلو لپاره نږدې شپږ کاله وړاندې دنده پرېښوده او د ډېرو زیاتو پیسو په لګولو سره یې د نامنظمې کډوالۍ لاره خپله کړه.

طارق له کډوالېدو وړاندې د هېواد په یوه خصوصي رسنۍ کې کار کاوه. نوموړي د ناپېژاندو وسله‌والو د پرله‌پسې ګواښونو له کبله خپل کور او هېواد پرېښود او د خپل ژوند ژغورلو له کبله یې لومړی د ایران او بیا له هغه ځایه د ترکیې په نیت هېواد پرېښود.

طارق هم د نورو ځوانانو په څېر د انساني قاچاقيانو د تېر ایستنو او د نامنظمې کډوالۍ د خطرناکو لارو کیسې کوي. هغه وايي، په یوه ډاډسن ډوله موټر کې چې د ډېرو لږو کسانو ځای یې درلودو ۱۴کسان ځای پرځای شوي او ایران ته لېږدول شوي دي.

طارق چې د خپل سفر په اړه دردوونکي روایتونه لري وايي، په موټر کې د فضا له حده زیات محدودیت له کبله یې د ده او ملګرو لاسونه او پښې وچ شوي وو او د ډېر درد له کبله یې ژړل.

هغه زیاتوي، د پولې تړل کېدو له کبله یې ۱۲ ورځې په لاره تېرې کړې دي چې همدې موده کې اړ شوي دي ناپاکې وبه وڅښي.

طارق د شپې له تیارې او هغې ترخې خاطرې هم کیسه کوي چې تر اوسه یې هره شپه او هره شېبه په خوب ویني او وايي، د شپې په تیاره کې پر هغو جسدونو تېر شول چې په لارو مړه شوي وو.

طارق اوس بېرته هېواد ته راستون شوی او له خپل ژونده هم خوښ دی. هغه د هېواد پر نورو ځوانانو هم غږ کوي چې هېڅکله هېواد پرې نه‌ږدي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرايي رییس مجیب خلوتګر د هغو خبریالانو په اړه چې په مرګ ګواښل کېږي وايي، افغان خبریالانو ته تل اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې سپکاوی کېږي او ځینې وختونه ان وهل خوري.

د ده په خبره، هغه کسان چې د خبریالانو په سپکاوي او وهلو لاس پورې کوي، په کې دولتي چارواکي، محلي قوماندانان، طالبان او نورې وسله‌والې ډلې شاملې دي.

خلوتګر زیاتوي، د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې د خبریالانو له خوا له ۵۰ زیات شکایتونه ثبت شوي چې ډېره برخه یې د ګواښونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند ستونزو په اړه دي.

له دې سره د کډوالو او راستنېدونکيو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د نامنظمو کډواليو لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې د دغه وزارت له خوا یو لړ پروګرامونه پيل شوي دي.

د هغه په خبره، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دغه پروګرامونه پلې شوي او د هغوی د هلو ځلو په پایله کې د ۲۰۲۰ کال پرمهال د نامنظمې کډوالۍ کچه د پام وړ ټیټه شوې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغان وګړيو شمېر په ۲۰۱۸ کال له ۲۵ زرو تر ۲۰۱۹ کاله ۳۳ زرو کسانو ته رسېدلی دی.

د ۲۰۲۰ کال کره شمېرې تر اوسه په لاسرسي کې نه شته خو اټکل کېږي چې د روان میلادي کال تر پایه به د اروپايي ټولنې له خوا اعلان شي.

همدارنګه د دغه وزارت شمېرې څرګندوي چې د ۲۰۲۰ کال له پيل راهیسې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام