دې وروستیو کلونو کې د ناامنیو زیاتېدل لامل شوي چې هېواد څخه د کډوالۍ په ځانګړې توګه د نامنظمې کډوالۍ کچه په بې‌سارې توګه زیاته شي.

۲۷ کلن نور ولي‌ اعتماد د پکتيا دی چې تر لوړو زده‌کړو وروسته يې د بې‌روزګارۍ او خراب امنيتي وضعيت له کبله اروپايي هېوادونو ته د سفر موزې په پښو کړې دي.

اعتماد وايي، دومره پيسې نه درلودې چې په قانوني ډول تر اروپايي هېوادونو ځان ورسوي، نو اړ شو چې له نورو ملګرو سره يو ځای په ناقانونه توګه سفر پيل کړي.

نوموړی وايي، د بلوچستان له لارې ايران او له هغه وروسته ترکيې، يونان، مقدونيا، سربيا، بوسنيا، کروشيا، ايټاليا او بیا فرانسې ته ورسېد.

اعتماد په بېلا بېلو هېوادونو کې سختې ستونزې ليدلي او وايي، دی او ملګري يې له لوږې او تندې سره مخ شوي.

د نوموړي په وینا، په خرابو، جګو او ټيټو لارو يوه موټر کې د لسو کسانو پر ځای دېرش کسانو سفر کاوه چې د غلو او لوټمارانو سره هم مخ شوي.

اعتماد کيسه کوي، کله يې چې له ترکیې حرکت کاوه، قاچاقيانو يوه کښتۍ کې چې د ۳۰ کسانو ظرفيت یې درلود ۱۴۰ کسان کېنولي وو چې اتيا سلنه یې د ډبېدو امکان وو.

سره له دې چې اعتماد فرانسې هېواد ته رسېدلی، خو تراوسه ورته کار نه‌دی پيدا شوی.

دی کيسه کوي چې یو شمېر افغان کډوال د اروپايي هېوادونو له کلتور او ژبې سره د بلدتيا نه درلودو له کبله ډېرو ستونزو سره مخ دي چې ځينو ته یې ان د فشار او لېونتوب ناروغۍ پيدا شوې دي.

د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو رییس عبيد مرهوني وايي، افغان ځوانان د جګړو، د بد امنيتي وضعيت،  بې‌روزګاري او اقتصادي ستونزو له کبله نورو هېوادونه ته نامنظمه کډوالي کوي.

هغه وویل، په قاچاقي لارو تګ د ډېرو ځوانانو ژوند ان د مرګ خطر سره مخ کړی دی.

مرهوني له ځوانانو غواړي چې د انسان قاچاقيانو په خبرو تېر نه وځي او د ژوند ښه کېدو لپاره خپل هېواد کې ځان ته کاروبار پيدا کړي.

بل لور د ټولنيزو چارو کارپوهان وايي، افغانستان کې غلط دودونه او لوړ ولور هم لامل شوی چې ځوانان د پيسو ګټلو لپاره نورو هېوادونو ته په سختو لارو سفر وکړي.

ساحل منګل وايي، که چېرته په ټولنه کې د غلطو رواجونو په اړه ذهنیت جوړ شي، نو تر ډېره به په ناقانونه لارو د ځوانانو تګ کم شي.

افغانستان کې د نورو هېوادونو د لاسوهنې او جګړو له کبله يوازې ځوانان نه‌دي چې په فردي ډول تر اروپايي هېوادونو ځان رسوي، بلکي د کورنۍ جګړې له کبله په ميليونونو ګډوال ايران او پاکستان کې سختې ورځې سبا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام