حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه. حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.

حمید حمیدي د دغه سفر د لګښت لپاره نږدې دوه سوه زره افغانۍ بېلې کړې وې، خو دوه ځله له ایران څخه بېرته هېواد ته راګرځول شوی دی. د هغه په وینا، لومړی ځل چې کله ایران ته ولاړ، د قاچاقیانو په جامو کې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو له خوا ونیول شو او دویم ځل یې هم په ایران کې د پنځو میاشتو له تېرولو وروسته د ترکیې پر لارې پولیسو نیولی او بېرته یې افغانستان ته را ګرځولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، قاچاقیانو او پولیسو ایران او ترکیې ته پر لارې خبرداری ورکاوه، که پیسې ور نه کړي، لاره به ورکه او غلو ته به په لاس ورشي. حمید د کډوالۍ پر لارې د ستونزو او ننګونو له زغملو وروسته دې پایلې ته رسېږي چې د خپل هېواد خوشې کولو پر ځای، په افغانستان کې د هوسا ژوند جوړولو لپاره هڅه وکړي.

دغه ځوان په ګاونډیو هېوادونو کې د ترخو پېښو او له سپکاوي د ډک چلن له تجربه کولو وروسته پرېکړه کوي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغه اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په درېیم ټولګي کې زده‌کړې کوي.

نوموړی وايي، هغه مهال نه پوهېده چې د کډوالۍ لارې له بلا ستونزو او ننګونو سره مل دي او په وینا یې، اوس یې نور ملګري هم نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کړي، دی یې مخه نیسي. حمید حمیدي پر ځوانانو غږ کوي، هغه انرژي بهرنیو هېوادونو ته پر تګ لګوي، دلته په هېواد کې دې پر ژوند جوړولو او کاروبار ولګوي.



په همدې حال کې د کډوالو چارو فعال محمد کاظم الهام باور لري چې نامنظمه کډوالي پر نورو ګواښونو سربېره، کډوال له رواني ناروغیو سره مخامخ کېږي او په خبره یې، هېواد ته له راګرځېدو وروسته یې باید درملنه وشي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، نامنظمه کډوالي د ځوانانو لپاره ناوړه پایلې لري، خو دغه اداره په اجباري ډول د بېرته راګرځول شویو د روحي او رواني ستونزو د درملنې په برخه کې مشخص پروګرام نه لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د دې پر ځای چې د بېرته راګرځېدونکو د رواني ستونزو درملنې ته مخه کړي، هڅه کوي جې د نامنظمو کډوالیو ستونزې له ريښې حل کړي.

د حمید حمیدي په څېر زرګونه نور ځوانان هم یوه هوسا ژوند ته د رسېدو په موخه نورو هېوادونو ته پر نامنظمې کډوالۍ تللي، خو د شمېرو پر بنسټ، کم‌شمېر دغه ځوانان بریالي شوي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

د عامه پوهاوي کچې لوړول، هېواد کې د کاري اسانتیاوو برابرول او امنیت هغه موارد دي چې کولای شي د نامنظمې کډوالۍ او ناوړه پایلو مخه یې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام