اتمر: د افغانستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونه د ولسمشر د سفر پر موضوع کار کوي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې دغه وزارت امریکا ته د ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر موضوع د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره کار کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړي او ویې ویل: «دا مفکوره شته چې یاد سفر وشي.»

د نامنظې کډوالۍ پر لارو ډېر کم تللي کسان خپلو هیلو ته رسېږي

حمید حمیدي د پروان اوسېدونکی دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د ښوونځي دورې له پای ته رسولو وروسته اروپا ته د رسېدو په موخه پر ستونزمنو لارو سفر پیل کړ، خو هیله یې پوره نه شوه.
حمیدي هغه مهال د نامنظمې کډوالۍ ترخې تجربه کړې چې نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی و او لومړی ایران او له هغه ځایه هم ترکیې ته ولاړ.

د شخړې ښکېل اړخونه جګړه‌ييز اصول په پام کې نه نیسي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري نن د دغه کمېسیون د نولسمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابوالي او د جګړې دوام په اړه اندېښنه وښوده. هغه وايي، د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري د بریدونو زیاتوالی د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچې د لوړېدو لامل شوی دی.

فاریاب او غور کې د قیصار ولسوالي د امنیې قوماندان په ګډون ۲۲ سرتېري وژل شوي

د فاریاب محلي سرچینې وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر قیصار ولسوالي ډله‌ييز برید کړی چې له کبله یې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان په ګډون، ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د قیصار ولسوالي د امنیې قومانداني او ښاروالي ودانۍ نیولې دي.