د فاریاب محلي سرچینې وايي چې طالبانو بېګاه د دغه ولایت پر قیصار ولسوالي ډله‌ييز برید کړی چې له کبله یې د دغې ولسوالي د امنیې قوماندان په ګډون، ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د قیصار ولسوالي د امنیې قومانداني او ښاروالي ودانۍ نیولې دي. د سعیدي په وینا، په یادو نښتو کې د قیصار ولسوالي د امنیې قوماندان سیف‌الرحمان دهزاد په ګډون، ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۳۷ نور طالبانو نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، طالبانو ۳۰ نور امنیتي ځواکونه د قیصار ولسوالي په ودانۍ او ۶۰ نور د دغې ولسوالي په کوهي سیمه کې کلابند کړي او که مرستې ور ونه رسېږي، یادې دوه سیمې به هم د طالبانو لاس ته ورشي. د فاریاب امنیتي مسوولانو او طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



بله‌خوا په غور کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو بېګاه ناوخته د دغه ولایت په شهرک ولسوالي کې د امینتي ځواکونو پر یوې پوستې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ته چاودنه ورکړې او بیا یې جګړه پیل کړې ده.

د سرچینې په وینا، په یاده پېښه کې اته امنیتي ځواکونه وژل شوي او اووه نور د طالبانو لاس ته ورغلي دي. سرچینه زیاتوي چې اوس دا ولسوالي د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده او طالبان یې په شاوخوا سیمو کې را ټول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سرچینه وايي، له بېګاه راهیسې د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې له سلام‌ پرته د ټولو مخابراتي شبکو فعالیت درېدلی دی.

په همدې حال کې د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده هم دا پېښه تاییدوي او وايي چې نهه امنیتي ځواکونه په‌کې وژل شوي او شپږ نور ورک دي.

د نوموړي په وینا، طالبانو دغه موټربم برید د دغه ولایت د امنیې قومانداني د دویم سمت د آمر حیات‌الله عادل د هاموې په وسیله چې څه موده مخکې له طالبانو سره یوځای شو، کړی دی. د غور والي وايي چې په یاد برید کې ۱۳ طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام