په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د یوشمېر ولسوالیو او امنیتي پوستو د سقوط خبرونه ورکړل شوي دي. یوې حکومتي سرچینې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، تېره شپه د ختیځ نورستان له دواب ولسوالي څخه امنیتي سرتېرو شاتګ کړی چې له امله یې یاده ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

خو د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده‌زوی بیا وايي، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د دواب او منډول ولسوالۍ نیولي او افغان ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.

د نوموړي په وینا، له څه مودې راهیسې د منډول ولسوالي چارې هم له دواب اداره کېدلې او له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې یاده ولسوالي د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وه، خو د تازه‌دمو سرتېرو او مرستې نه رسېدو له امله ځینې عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې یې له ولسوالیو شاتګ ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د نورستان د نورګرام ولسوالي اوسېدونکی او ځايي خبریال صاحب‌داد همدرد وايي، د دواب او منډول چارواکو له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د حکومت له مرکزي ادارې د ځمکنۍ او هوايي مرستې غوښتنه کوله، خو د نه پاملرنې له امله ځايي چارواکي او حکومتي سرتېري د ولسوالیو پرېښودو ته اړ شول.

دی وايي، که حالات همداسې دوام وکړي، ښايي د نورګرام ولسوالي چې نیمايي برخه یې د طالبانو په کلابندۍ کې ده، هم له لاسه ووځي. دواب، منډول او نورګرام د نورستان لوېدیځې ولسوالۍ دي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ناامنه پاتې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هاخوا له روزګان ولایته را رسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالي ودانۍ، امنیه قومانداني او نورې دولتي ادارې نیولي او اوس یوازې په څو پاتې امنیتي پوستو کې جګړه روانه ده. په ولسي جرګه کې د روزګان استازي بسم‌الله خان سلام‌وطندار ته وویل، په دغه ولایت کې نورې ولسوالۍ هم تر امنیتي ګواښ لاندې دي.

 



بله‌خوا ځايي حکومتي سرچینو د زابل د شینکۍ او د غزني د ده‌یک ولسوالیو د سقوط خبر ورکړی او زیاته شوې چې طالبانو له سختو نښتو وروسته یادې ولسوالۍ نیولې دي. د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ ویلي، په شینکۍ ولسوالي کې د نښتو پر مهال پنځه سرتېري هم وژل شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي سلام‌وطندار ته په یادو ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط خبرونه رد کړل او ویې ویل، حکومتي سرتېرو په ځینو سیمو کې تاکتیکي شاتګ کړی چې ژر به بېرته په عملیاتو کې مخکې‌ ولاړ شي.

طالبانو بیا په خبرپاڼو کې د نورستان د دواب او منډول تر څنګ، په ځینو نورو ولایتونو کې د ولسوالیو او حکومتي پوستو د نیولو سربېره ویلي چې په جګړو کې یې ګڼ‌شمېر افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې او یوشمېر وسلې یې هم لاس ته ورغلي، خو حکومتي چارواکو د طالبانو دا ادعا بې‌بنسټه بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام