په بدخشان کې یوه ملکي سرچینه وایي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې د پاڅون کوونکو پر پوستې هوایي ځواکونو برید کړی چې له امله یې د پاڅون کوونکو د یوه قومندان په ګډون ۱۳پاڅون کوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

دولتي سرچینې د دې برید په اړه رسنیو ته د ځواب ویلو لپاره نه حاضرېږي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې بېګنی برید د کوهستان ولسوالي په «پس پل» سیمه کې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي ذبیح‌الله عتیق په خپل فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «له بده مرغه چې هوایي ځواکونو د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالي کې فاجعه رامنځ ته کړې، زمونږ ګران قومندان پهلوان عاشور یې له ۱۲ملګرو سره په  شهادت ورساوه.»

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء‌الله روحاني په یوه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي چې د کوهستان ولسوالي مسله د دفاع وزارت اړوند ده او نوموړی د پولیسو د ویاند په توګه نه شي کولای په دې اړه رسنیو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د پوځ د لوا په ګډون د بدخشان امنیتي بنسټونو د دې برید په اړه چوپتیا اختیار کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام