د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په څلورمه درې اړخېزه غونډه کې د دې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د هراړخیز اوربند، د سولې خبرو بیا ځلې پیل او د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د جګړې پر سوله‌ییزهواري هم ټينګار وکړ.

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه درې اړخیزه غونډه پرون پنچ‌شنبه د چین په کوربه‌توب په انلاین بڼه جوړه شوې وه.

سلام‌وطندار پښو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

د افغان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټيکاو ټينګښت، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې، د کورونا ویرووس مخنیوي او د سیمې د اتصال په موخه د همکاریو د پیاوړتیا په اړه کډه اعلامیه هم خپره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او پاکستان د افغان سولې په اړه له دوامداره خبرو، او له سیاسي لارې د دې ناورین د هوارولو له هڅو ملاتړ کوي.

قریشي همداراز ډاډ ورکړ چې پاکستان به په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو چې د سیمې د نښلولو او د رېل پتلۍ پروژې چې د لویو لارو د غوړېدو سبب کېږي، بشپړ ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، درې واړو لوریو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک په رعایتولو سره ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د اسلامي امارات د بیا جوړېدو څخه ملاتړ نه کوي.



په همدې حال کې د ناستې درې واړو لوریو د ترهګرۍ پر وړاندې کډه مبارزه، نړیوال جنایي جرمونه او د کورونا ویرووس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د شته کډو ستونزو او ننګونو د لمنځه وړلو او په سیمه کې د سولې او ټيکاوو راوستلو په برخه کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان ونډه مهمه وبلله.

درې واړو اړخونو همداراز ټينګار کړی چې له توپیري چلن پرته دې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

د افغان بهرنیو چارو وزارت له دې درې اړخېزې ګډې اعلامیې هرکلی کړی او پر یوه سیاسي جوړ جاړي او د پایلو پر بنسټ د سولې خبرو د پیل ترڅنګ یې، په ګډه اعلامیه کې د ژمنو شویو مواردو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام