د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د طالب ډلې پر مرکچي پلاوي د توندو نیوکو تر څنګ ویلي، د دغه پلاوي له لوري بې‌منطقه پلمې جوړول د سولې دویم پړاو خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوي دي.

نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالب ډلې مرکچیان پر اصلي موضوعاتو د بحث، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، مسلمان‌وژنې او د خلکو د درد کمولو پر ځای، پر سفرونو او نورو مسایلو بوخت دي.

د طالب ډلې مرکچي پلاوی تازه ایران او مسکو ته تللي دي.

عبدالله زیاته کړې، طالبانو له پلمو جوړولو سره هم‌مهاله د افغانانو پر وړاندې جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی له بشپړ واک سره په دوحه کې دی او کولای شي له طالب لوري سره پر ټولو موضوعاتو بحث وکړي.

عبدالله عبدالله ویلي، د افغانستان قضیه لومړی په افغانانو پورې اړه لري او باید په هېواد کې د روانې جګړې او ورو وژنې د پای ته رسېدو لپاره سره کېني او د اسلامي دین د لارښوونو، دودونو او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره له سیاسي لاروچارو نه خپلې ستونزې سره حل کړي.

د نوموړي په وینا، اوس د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی او په دې برخه کې سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع هم جوړه شوې ده. هغه وايي، د افغان دولت او طالب ډلې دیني او ملي مسوولیت دی چې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په برخه کې له اوسني فرصت نه سمه ګټه واخلو.

د ملي روغې جوړې شورا خبرداری ورکړی، که څوک غواړي له خبرواترو پرته له کومې بلې لارې د افغانستان ستونزه حل کړي، تاریخ ته په کتو یې ناسمه لاره غوره کړې ده.

په قطر کې د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړیو رسول طالب، غلام‌فاروق مجروح او شریفې زرمتۍ په یوه انلاین غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواک کړې او ویې ویل چې د سولې دویم پړاو خبرې له ځنډ او دمې سره مخامخ شوې دي. هغوی د دغو خبرواترو د درېدو لامل د سولې مذاکراتو د دوام لپاره د طالبانو نه لېوالتیا په ګوته کړه.

نږدې یوه میاشتې کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوي، خو تر اوسه په‌کې کوم پرمختګ نه دی شوی او په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي چې له کبله یې هره ورځ لسګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام