تمه ده نن پر افغان سوله د درېو هېوادونو افغانستان، چین  او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې درې اړخیزه غونډه جوړه شي. په دې درې اړخېزه غونډه به د درېو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دوحه کې د افغان سولې خبرو د بیا ځلې پر پیل سربېره پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې نن به د بهرنیو چارو  وزیر محمد حنیف اتمر، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ ګډه غونډه جوړه شي چې پر افغان سوله سربېره به د درې واړو هېوادونو  پر  بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد سلام‌وطندار ته ویلي، د دغو درېو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره د خبرو  پر  پیل او سولې ته د رسېدو په موخه پر یو‌شمېر نورو  مسایلو هم خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هېواد په وینا، په دغه غونډه کې به په سیمه کې د لویو  پروژو  پر پلې کېدو  او د سیمې هېوادونو  پر نښلېدو هم خبرې وشي او د روغتیایي همکاریو او کورونا ویرووس سره د مبارزې په برخه کې به بحثونه او خبرې وکړي.

هغه وویل: «څلورمه درې اړخیزه ناسته چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ جوړېږي، تروریزم سره د مبارزې، د امنیتي همکاریو پراختیا او اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا پر بحثونو به تمرکز وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلې و چې دغه څلورمه ګډه غونډه به د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې  جوړه شې او پر اړوندو بېلابېلو مسایلو به خبرې او بحثونه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام