Asset 1SWN

د ځوانانو چارو معین: له ۴.۵ میلیونه لوستو ځوانانو څخه ۳.۵ میلیونه یې وزګاره دي

IMG-20230214-WA0004-1-780x467

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وايي چې هېواد کې دامهال د ۴.۵ میلیونه لوستو ځوانانو له ډلې څخه ۳.۵ میلیونه یې دندې نه‌لري او وزګاره دي.

د ځوانانو چارو معین محمدیونس راشد دغه څرګندونې نن سه‌شنبه د سلواغې ۲۵مه هلمند ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د یادو لوستو ځوانانو له ډلې څخه ۸۰۰زره یې په دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي او ځینې نور یې بیا خصوصي سکټور کې کار کوي.

د ځوانانو چارو د معین په وینا، نږدې ۱۰۰زره لوستي ځوانان د هېواد په خصوصي سکټور کې پر دندو بوخت دي او یو‌شمېر نور ځوانان د حکومت له‌خوا بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره لېږدول شوي دي.

که څه هم هر کال د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه ګڼ‌شمېر ځوانان فارغېږي، خو محمدیونس راشد وايي  چې د اسلامي امارت حکومت هر کال یوازې د ۱۰۰۰۰ کسانو د ګومارنې ظرفیت لري چې پاتې نور کسان بې‌ دندو پاتې کېږي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې وړاندې هم هېواد کې د وزګارتیا له امله پر حکومت نیوکې کېدې، خو د اسلامي امارت په راتلو سره چې ګڼ‌شمېر نړیوال بنسټونه او سازمانونو هم خپل فعالیتونه دروي، د وزګارتیا کچه لوړه شوې ده.

په ورته مهال له حکومتي ادارو د پخوانیو کارکوونکو لرې کول او پر ځای یې د اسلامي امارت اړوند کسان ګومارل هغه بله ستونزه ده چې ځوانانو له امله نیوکه کوي.

د روزګان یو‌شمېر ځوانانو دغه ولایت ته د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمدیونس راشد د سفر پر مهال نیوکه وکړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر ځوانان دولتي ادارو کې له دندو ګوښه او پر ځای يې د امارت کسان معرفي شوي دي.

دوی له دولتي ادارو د پخوانیو کارکوونکو د ګوښه کېدو او د اسلامي امارت اړوند کسانو د ګومارنې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

د روزګان اوسېدونکي ولي‌محمد پخلا وویل: «هر ځای چې يو ځوان ورځي د هغه څخه د جهاد پوښتنه کېږي ايا دلته ځوانان د وظيفې حق نه‌لري، که حق لري ولې د جهاد پوښتنه کېږي او که يې نه‌لري، موږ به هېواد پرېږدو. ولې زموږ څخه د جهاد پوښتنه په ادارو کې کېږي دغه تېره اوونۍ په روزګان کې يوه کمېسيون شته دغه کمېسون ټول د پخواني اداري مامورين لرې کړل.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت حکومت په وار وار هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ژمنه کړې او بهر کې له مېشتو افغان سودګرو یې هم غوښتنه کړې چې هېواد کې پانګونه وکړي، خو بل‌ لور ته بیا هره ورځ ګڼ‌شمېر ځوانان د کار لپاره په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادو ته د سفر تکل کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام