د روزګان د ترینکوټ ښاروالي لسګونه کارکوونکو نن ترینکوټ ښار کې د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت له امله اعتراض وکړ او له اړوند ادارو او موسسو یې غوښتنه وکړه چې مرستې ورسره وکړي.

اعتراض کوونکي وايي، د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري چې د توکو لوړو بیو ته په پام یې د ژوند اړتیاوې پرې نه‌شي پوره کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه اعتراض کوونکي محمد سرور سلام‌وطندار ته وویل: «په ښاروالي کې کارکوونکی یم، معاش مو بسنه نه کوي، زموږ سره دې موسسې مرسته وکړي. زموږ معاشونه ۵ زره افغانۍ دي، ۵ زره افغانۍ زموږ بسنه نه کوي، تراوسه زموږ سره هېڅ موسسو مرسته نه ده کړې.»

یو‌شمېر نور اعتراض کوونکي هم وايي چې ټوله ورځ د ښار پر پاکولو بوخت وي او نور کار-روزګار نه‌شي کولای.

په ورته مهال اعتراض زیاتوي چې د کورنۍ د غړو شمېر یې ډېر دی او هغه معاش چې د کار په بدل کې ترلاسه کوي، بسنه ورته نه کوي. دوی له اړوند ادارو او موسسو څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

بل‌خوا د ترينکوټ ښاروال مولوی هنر وايي، هغه امتيازات چې يادو کسانو ته ورکول کېږي له مرکز څخه ټاکل شوي او دوی يې د لوړوالي واک نه لري.

د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د يادو کارکوونکو د اقتصادي ستونزو د حل کولو په هدف دغه کسان يوشمېر موسسو ته ورمعرفي کړي.

نوموړي وويل:«هغه د دوی حق چې په دغه بست کې حواله دی، هغه دوی ته رسېږي، په بست کې د دغو پیسو د لوړوالي او کموالي واک زموږ سره نشته، خو موږ د دوی حق ورته رسولی دی. موږ څو ځله دغه کسان موسساتو ته معرفي کړي.انشاالله په راتلونکي کې به يې هم موسیسو ته معرفي کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر سياسي بدلون وروسته په هېواد کې د توکو لوړې بیې او له بل پلوه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام