د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته  یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي. د بغلان د کوویډ۱۹ روغتون د فارمسۍ مسوول فهیم مرادي وايي چې له شپږو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی او په خپل شخصي لګښت کار‌ځای ته ځي. نوموړی زیاتوي چې تراوسه هېڅ یوه بنسټ د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې او دغه روغتون د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لیلا چې د دغه روغتون پرستاره وايي، د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او اوس د معاشونو د نه ورکړې له امله نه‌شي کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیاوو پوره کړي.

د بغلان د کوویډ۱۹ روغتون کارکوونکي ټينګار کوي چې د اکسیجن، درملو  خوراکي او سوند توکو له کمښت سره مخ دي. د دوی په وینا، ډاکټران په خپل شخصي لګښت ناروغانو ته خواړه او د سوند توکي برابروي.

دغه اعتراض کوونکي زیاتوي، په داسې حال کې چې د ژمي په موسم کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېرېږي، خو دوی د سوند او خوراکي توکو د نه‌شتون له امله اړ شوي چې ناروغان رخصت کړي.

د دوی په وینا، د اسلامي امارت مسوولانو ویلي چې د معاشونو بودیجه یې د امریکا له لوري تړل شوې او له همدې امله تراوسه د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي. اعتراض کوونکي له امریکا غواړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، څو د دوی مالي ستونزې حل شي.

دوی همداراز خبرداری ورکوی، که چېرته یې ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي، کاري اعتصاب به وکړي او د درملو، خوراکي او سوند توکو د کمښت له امله به روغتون وتړل شي.

د بغلان ولایت اوسېدونکي هم د دغه ولایت په کوویډ۱۹ روغتون کې شکایت کوي چې د امکاناتو د نه‌شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ناروغانو ته یې په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د بغلان عامې روغتیا رییس خالد هجران د دغه ولایت په کوویډ۱۹ روغتون کې شته ستونزې مني، خو وايي چې دغه ستونزې به ډېر ژر هوارې شي. نوموړي زیاتوي چې د یاد روغتونو د ډاکټرانو او کارکوونکو د معاشونو د ورکړې او د دغه روغتون وضعیت ته د رسېدنې په موخه د عامې روغتیا وزارت مسوولانو سره خبرې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام