په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي.

دوی وايي، روغتیايي خدمتونه د تېر په څېر وړاندې کېږي او د ښځو په شمول ټول ډاکټران په عادي توګه خپلو دندو ته حاضر وي، خو د معاش نه‌شتون او د حق‌الزحمې نه ورکولو اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري وايي: «یوازې حضور یې پر دندو دی، د خپلو حقونو او امتیازونو له نه ورکړې څخه اندېښنه لري، هیله‌مند یو چې د بانکونو او د مالیې وزارت د سیستمونو په پرانیستل کېدو سره، هغه ستونزې چې د معاشونو ورکولو کې رامنځ ته شوي، حل شي.»

په ورته وخت کې ډاکټره حبیبه ابراهیم‌‌خېل هم د معاشونو ورکولو بهیر ځنډېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، سره له دې چې هېواد کې له تحولاتو وروسته د معاشونو ورکولو بهیر کې ستونزې رامنځ ته شوي، تر هغې وړاندې یې هم امتیازات په سمه توګه نه ورکول کېدل.



هغې وویل، تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د پخواني حکومت له‌خوا معاش نه دی ورکړل شوی.

نوموړې زیاته کړه: «داسې نه‌ده، کله چې زمونږ مجاهد وروڼه راغلي، معاشونه مو نه دي اجرا شوي، پخواني دولت کې تېرو دوو میاشتو راهیسې مو تنخواووې نه دي اخیستي. کوم کسان چې د شپې له خوا نوکري ورکوي، تقریبآ ۹ میاشتې حق‌الزحمه یې پاتي، روغتونونو او نورو دولتي ارګانونو کې د معاش په اړه هم خبر نشته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو کې کله چې طالبانو پر کابل او نورو ولایتونو کنټرول خپل کړ، د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو فعالیتونه وځنډېدل.

له دې سره هم‌‌مهاله د عامې روغتیا وزارت نوې مشرتابه یوې خبرپاڼه کې د ښځو په ګډون له ټولو روغتیايي کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته ستانه شي او د تېر په څېر خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام