حقاني: نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي

عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي. حقاني وايي چې زده‌کړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

یو‌شمېر ډاکټران د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کولو څخه شکایت کوي

 په مرکز کابل او ولایتونو کې یو‌شمېر ډاکټران شکایت کوي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ او د دولتي او خصوصي بنسټونو له تړلي پاتې کېدو وروسته، د بانکونو بندېدو هم یو لړ ننګونې رامنځ ته کړي او لامل شوي چې معاشونه یې په وخت ور نه‌کړل شي. دوی وایي، د پخوا په څېر خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو د معاشونو نه‌شتون اندېښمن کړي دي.