په هرات کې محلي سرچینې په یاد ولایت کې د طالبانو له يوه مرکزه د ایراني نظامي تجهیزاتو او د ياد هېواد د سپاه پاسدارانو نظامي جامې کشف کړي دي.
دغو سرچینو چې نه یې غوښتل راپور کې يې نوم خپور شي سلاموطندار ته وويل، دغه تجهيزات او د سپاه پاسداران نظامي جامې د ادرسکن ولسوالۍ اړوند «موسی خېلو» سيمه کې د طالبانو د يوه قومندان «ملاتورجان» په قرارګاه کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې کشف شوي.
دغه عملیات د سې شنبې په شپه د حوت مياشتې په پنځمه نېټه شوي دي.
يادې سرچينې زياتوي، د طالبانو د دغې قرارګاه د له منځه وړلو پر مهال يو شمېر ايراني لاسي بمونو چاودنه کړې ده. د هرات امنيتي او محلي مسوولان په دې اړه څه نه وايي.
د هېواد په لوېديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادرسکن ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو دغه عمليات تاييد کړي؛ خو د طالبانو له يوه مرکزه د ایراني نظامي تجهیزاتو او د ياد هېواد د سپاه پاسدارانو نظامي جامو د کشف په اړه يې څه نه دي ويلي.
خبرپاڼه کې راغلي، ادرسکن کې د ياد عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د اطلاع رسولو سيسټم له منځه وړل شوی او پنځه شکمن کسان چې د اطلاع رسولو تجهيزات ورسره وو، نيول شوي دي.
همداراز دغو عملياتو کې له طالبانو يو شمېر کلي پاک شوي او امنيتي ځواکونو د طالبانو نقليه وسايل او تجيهزات ترلاسه کړي دي.
ومو غوښتل په دې اړه هرات کې د ايران د کونسلګرۍ نظر ترلاسه کړو، خو بريالي نه شوو. د ایران کونسلګرۍ له دې وړاندې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په هرات کې د طالبانو نظامي ملاتړ بېبنسټه بللی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.