Asset 1SWN

بهرنيان طالبانو ته د بې‌پيلوټه الوتکو د کارولو زده‌کړې ورکوي

cats-8-oyhrfvxqgqhvp4b3r7mbhu6de4af7nnckajw7x5e2w

د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو ځواکونو حضور نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو اوس د فارياب ولايت مسوولان وايي چې بهرنيان طالبانو ته د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې زده‌کړې ورکوي.

د فارياب والي نقیب‌الله فایق وايي، طالبانو خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال د بې‌پيلوټه الوتکو په مرسته د امنيتي ځواکونو ځايونه تشخيصوي. د فایق په وینا، بهرني اتباع طالبانو ته د داعشيانو انګېزې سره د بې‌پيلوټه الوتکو د کارونې زده‌کړې ورکوي.

د طالبانو يو پخوانی قومندان سیدعزت‎الله سلام‌وطندار ته وايي، په هغه موده کې چې نوموړي فارياب ولايت کې د طالبانو د قومندان په توګه فعاليت کاوه، د طالبانو په ليکو کې د ايران، سوريې، اوزبکستان او پاکستاني طالبانو د حضور شاهد و.

د عزت الله په وينا، په فارياب ولايت کې د جګړو رهبري د بهرنيانو  په لاس کې ده او د طالبانو ټول تحرکات هم کوي.

طالبانو تر اوسه پورې په خپلو ليکو کې د بهرنيانو د حضور او د بې‌پيلوټه الوتکو د کارولو د زده‌کړو په اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام