په فاریاب ولایت کې سرچینې وايي چې بېګاه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتي چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د میمنې ښار د درېیمې ناحیې یو اوسېدونکی عزیزالله سلام‌وطندار ته وايي چې په دغه ناحیه کې سېلابونو څه باندې ۵۰۰ کورونه ویجاړي کړي او خلکو ته درانه مالي زیانونه وراړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب مرکزي روغتون کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د بېګانیو سېلابونو د راوتلو له امله روغتون ته دونه جسدونه هم وروړل شوي دي.

بل‌خوا فاریاب کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس اسدالله وقاص د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي، خو تراوسه په دې اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

د فاریاب ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د رییس په وینا، له مرستندویه بنسټونو سره بېړنۍ ناسته شوې او ډېر به له زیانمنو شویو سره مرستې وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو، توپان او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی و. دغه ریاست په یو‌شمېر سیمو کې د باران د ورښت کچه له ۲۰ تر ۶۰ ملي متره پورې اټکل کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام