د هېواد په څلورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

په فاریاب، بغلان، پروان، میدان‌وردک او بادغیس ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د فاریاب له پېښو سره د مبارزې امر سید مسعود وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قیصار، کوهستان او پښتون‌کوټ ولسوالیو او میمنې ښار کې د سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسانو ژوند بایللی او یو زر او ۳ سوه کورونه سېلابونو وړي دي.

ښځو ته د موټر چلونې د جوازونو پر وېش بندیز؛ «د ټولنیزو حقونو خلاف دی»

یوشمېر ښځینه موټر چلوونکې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ځینو ولایتونو کې ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو د نه ورکړې له امله اندېښنه ښيي او پر دغې پرېکړې نیوکه کوي.

دوی وايي چې د اسلامي امارت له لوري لګول شوي محدودیتونه په ټولنه کې د ښځو پر حضور کړۍ راتنکوي.

هلمند کې د رواني ناروغیو له امله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د هېواد د ډېری سیمو په څېر هلمند ولایت کې هم وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي چې خلک یې په ژور خفګان او رواني ستونزو اخته کړي دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.