دا لومړی اختر دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېوادوالو له خوا لمانځل کېږي، خو په ځینو ولایتونو کې د تېر په څېر د کوچني اختر لمانځنه نه کېږي او د خلکو چمتووالی هم پیکه شوی دی.

په روزګان ولایت کې که څه هم اوسېدوونکو د کوچني اختر لپاره چمتوالی نیولی، خو د اسلامي امارت له لوري د لګول شویو محدودیتونو له امله د اختر لمانځنه پیکه ښکاري او د تېرو کلونو په شان شور او ګڼه ګونه کمه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روزګان مرکز د ترينکوټ ښار د غازي امان الله خان څلور لارې هغه سيمه ده چې هر  کال به پکې زرګونه خلک راټولېدل او د هګۍ جنګولو ترڅنګ به د موسیقي او محلي نڅا پروګرامونه هم وو، خو سږکال د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته پر خلکو محدوديتونه لګول شوي او د موسیقۍ ترڅنګ د هګيو جنګولو لوبې ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ترينکوټ اوسېدوونکي حاجي محمد سلام‌وطندار ته وويل چې په ټېرو کلونو کې به په ښار کې  د هګۍ جنګولو لوبې موسیقي او اتڼونه ترسره کېدل او خلک به د اختر راتګ ته خوشحاله و، خو سږ کال دا خوشحالي پیکه شوې او د محدودیتونو له امله د پخوا په شان نه دی.

د روزګان یوشمېر نور اوسېدوونکي هم ورته  لید لوری لري، خو وایي، سږنۍ اختر ته ځکه خوشحاله دي چې جګړه نشته او امنیتي تدابیر هم په ښه توګه نیول شوي دي.

د روزګان ولایت بل اوسېدوونکی حکمت‌الله وايي: « دا لومړی اختر دی چې جګړه نشته، موږ خوشحاله يوو خو که د تېر په شان خلکو اجازه ورکړې وه چې اختر یې لمانځلی و ښه به و خو اوس کم‌رنګه دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د روزګان امنیه  قومندان ملا بشير د هګيو جنګولو لوبه د اسلام له نظره ناروا عمل بولي او وایي هېوادوال باید له دې لوبې څخه ډډه وکړي. هغه ټینګار کوي چې خلک کولی شي هګۍ واخلي او وپلوري خو جنګولو ته یې اجازه نشته.

په روزګان ولایت کې هر کال د اختر په ورځو کې د ښار څلور خواوې د نقلیه موټرو پر مخ تړل کېږي او اوسېدوونکي یې په پښو تګ او راتګ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام