د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د چنګاښ په نهمه، د جمعې ورځ په یوه ګډه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

دوی په دې خبرپاڼه کې چې د مغولستان په پلازمېنې اولان‌باتور ښار کې له دوه‌ورځنۍ غونډې وروسته یې خپره کړې، لیکلي چې افغان ښځې باید رښتینی، بشپړ، برابر او خوندي ګډون ولري. دا خبرپاڼه د المان، فرانسې، اندونیزیا، سوېلي افریقا، لیختن‌اشټاین او مغلوستان د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري صادره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «له طالبانو غواړو، څو هغه اقدامات چې ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو، په تېره د زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د تګ‌راتګ ازادۍ، رښتیني، بشپړ او برابر ګډون ته د هغوی د لاسرسي مخه نیسي، ژرترژره لرې کړي.»

د دغو شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په دې خبرپاڼه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، خپل نفوذ پر افغان ښځو د اسلامي امارت د لګېدلیو محدودیتونو د دوام او لرې کېدو مخه ونیسي.

اسلامي امارت په هېواد کې له واکمنېدو وروسته په وروستیو نږدې دوو کلونو کې یې له شپږم ټولګي د پورته نجونې او د پوهنتون د ښځینه زده‌کړیالانو د زده‌کړو مخه نیولې ده. د اسلامي امارت په دغه کار سره میلیونونه افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې او لسګونه زره نورې هم بې‌دندو شوې دي.

اسلامي امارت تېر کال په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه. دغه راز یې، پارکونو، حمامونو او له محرم پرته د هغوی پر تګ هم بندیز ولګاوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم تر اوسه په کور دننه او بهر د اسلامي امارت د دغو اقداماتو پر وړاندې توند غبرګونونه را پورته شوي او اعتراضونه شوي، خو تر اوسه بې‌پایلې وو او د هېڅ ډول بدلون لامل نه‌دی شوی.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د شپاړلسو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو هم پر افغان ښځو د اسلامي امارت له لوري د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام